AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱ ۱۲:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85504130
T T
۰ Persons

Tags

له ۲۳ میلیونه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، له ۲۳ میلیونه زیات افغانان بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا مسوولینو نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه په یوه راپور کې اعلان کړی دی، چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې د بې وزلۍ وده، سو تغذیه، وچکالي، طبعیي پېښې او داخلي کډوالۍ د دغه وضعت د عواملو څخه دي.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې د روان ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې له نړيوالې ټولنې څخه يوازې ٢٥٠ ميليونه ډالره مرسته ترلاسه شوې چې د ټولو غوښتل شويو مرستو ٥،٤ سلنه جوړوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .